ایکنانیوز راپور راکوي،په وروستیو کلونو کې د امریکا د پيؤ اکاډمۍ(Pew Research Center)د څيړنې په اساس د امریکا د مسلمانانو شمیر په دوامدار ډول په زیاتیدا دی او په کال کې کابو یو لک کسان ددغه هیواد د مسلمانانو شمیر ته ورزیاتیږي.
ددغې اکاډمۍ د اعلان په اساس،په دغه زیاتره شمیر کسانو کې هغه کسان شامل دي چې له نورو دینونو څخه ئې اسلام ته لیوالتیا پيدا کوي. په هغو کسانو کې چې اسلام ته ګروهمن دي ، زیاتره مسیحي مخینه لرونکي دي ،له هغو کسانو څخه نیم کسان چې اسلام ته ګروهمن شوي ، ۵۳ فیصده پروټيسټان دي، شل فیصده نور کاتولیکان وو او تقریبا ۱۹فیصدو هم وئيلي دي چې له اسلام سره له لیوالتیا مخکې ئې هیڅ دین نه درلود.
همدغه راپور زیاتوي، کله له نوو مسلمانانو وغوښتل شول څومشخصه کړي چې ولې مسلمان شول،نو مختلف دلیلونه بیانوي.په دوي کې څلورو کې یوه برخه کسانو وئيلي دي، چې خپلو مخکینیودینی اعتقاداتو باندې د اسلام تعلیماتو ته ترجیح ورکوي، په داسې حال کې ۲۱ فیصد وائي چې له خپل دین له پریښودو فیصلې څخه مخکې ئې د اسلام دینی متنونه لوستلي او مطالعه کړي او ددغه دین په باب ئې ډير معلومات ترلاسه کړي دي.ځینو نورو وئيلي دي، غواړي له یوې دینی ټولنې سره اړونده شي. همداراز له مسلمانانو سره وادونو کول او د دوستانو له لارې له اسلام سره بلدتیا، په امریکا د اسلام د منلو نور دلیلونه ذکر شوي دي.
په تازه مسلمان شوو کې ډير مشهور کسان هم ترسترګو کیږي چې زیاتر ئې هنرمندان ،سپورټي اتلان او لیکوالان او د پوهنتونونو استاذان دي. په دې مینځو میان کې ځینو کسانو د دغه هیواد ټولنې ته د اسلامی تعلیماتو او لیدتوګو په منتقلولو کې ډير د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.
د امریکا یوه تازه مسلمانه شوي میرمن عایشه عبدالرحمن بیولي (Aisha Abdurrahman Bewley) ده چې په انګریزی ژبې ئې ډير اسلامی متنونه ترجمه کړي دی .میرمن بیولي په ۱۹۴۸کال کې په امریکا کې زیږیدلې ده.
د میرمن بیولي کورنۍ مسیحي وه ، خو په نهایت کې ئې احساس کړه چې مسیحیّت د هغې روح نشي ژوندئ کولی، له همدې امله ئې د بودیزم ددین مطالعه وکړه ، په هماغه وخت کې هغې عادت درلود، چې په مختلفو فلسفو په باب مطالعه وکړي . هغې همدرااز د نیچې ، شوپنهاؤر ، کانټ او هِګل کتابونو لوستل هم پیل کړل. په دې امید سره چې د هغې پوښتنې لپاره یو ځواب ومومي چې د هغې وجود ئې لړزولی او له بدلونو سره مخ کړی دی؛ یعني پر مځکې د انسان د وجود څه معنا ده ؟
نو داسلامی متنونو لوستلو د اسلام د منلو لپاره هغې ته لاره هواره کړه او په ۱۹۶۸ کال کې ئې دغه دین ته لیوالتیا وښودله . له دې وروسته چې ددنیا موندل هماغه شان چې ښکاري دایمي نه ده ، او مسحیّت او بودیزم کړچار په هستۍ قانع کونکی ونه لید ، خپل وخت ئې دانګریزی ژبې مخاطبانو ته د اسلامی دودونو او باؤرونو معرفي کولو کې ولګاوه.
د اسلامی متونونو په ترجمه کولو کې د میرمن پیولي خدمتونه!
میرمن عایشه پيولي دخپل خاوند په مرستې سره ډير آثار ترجمه او تالیف کړي دي. د
The WorldCat union catalogue په اساس دهغ په ترجمې او تالیف شوو اثارو کې څه دپاسه ۷۳آثار دي چې ۱۷۲ ځله او په درو ژبو چاپ شوي دي .د هغې زیاتره کتابونه معمولا د دیوان (Diwan ) خپرندوئې تر نظر لاندې چې په ۱۹۷۵کال کې تایسی شوي ،چاپيږي چې د اسلام او تصوّف په باب اوسمهال او کلاسیک کتابونه خپروي.
د اسلامی متنونو په ترجمه کولو کې ددغې مسلمانې میرمنې لومړنی کار د ؛طواسین منصور الحلاج؛ نومې کتاب ترجمه ده . دغه اثر په تصوّف کې د ح لاج یو ډیر پيچلی کتاب دی.
په انګریزي ژبه د قرآن کریم ماډرن ترجمه!
میرمن پيولي د خپل خاوند په مرستې سره په ۲۰۰۹ کال کې قرآن کریم په انګریزي ژبه ژباړه .د The noble Qurʼan: a new rendering of its meaning in English په نامې سره په انګریزي ژبه د قرآن کریم په عنوان سره دغه ترجمه د انګریزي ژبې مخاطبانو له تاوده هرکلی سره مخامخ شوې ده.ځیني کرکتونکو دغه ترجمه د پخوانیو ژباړو په نسبت لازیاته روانه او د ورځې په اساس بللې ده . همداراز وئيل کیږي، چې دغه ترجمه بریالۍ شوې ده ، د قرآن د آیتونو شاعرانه او ادبی لهجه وساتي او په خوږې او آسانې ژبې سره ئې منتقل کړي.
میرمن عایشیه عبدالرحمن پيولي د درو بچیانو د مور په عنوان سره ، د خپل عمر پنځه لسیزې په ترټولو آسانې او روانې رودې سره د اسلامی کلاسیک متنونو ترټولو حجیمې ترجمې ته ورکړي څو داسلامی کلتور خزانې نړیوالو ته ورمعرفي کړي. د اردن د اسلامی سټراټژيکو مطالعاتو سلطنتي مرکز (RISSC) چې هر کال د نړۍ د مسلمانانو د 500 ترټولو اغیزشیندونکو مسلمانو شخصیّتونو یو لیسټ خپروي، په ۲۰۲۳کال کې ئې میرمن عایشیه عبدالرحمن پيولي ترټولو برلاسه مسلمانه میرمنه وټاکله.
https://iqna.ir/fa/news/4250426